،د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت،بیګا دغزې په المعمدانی روغتون کې د ناروغانو په تیره بیا د ماشومانو او میرمنو ناروغانو اوپناه اخستونکو په قتل عام کې د وحشي جنایتکار صهونیسټي رژيم په وحشي ډوله اقدام پسې نن چارشبنه په درست ایران کې د ویر ورځ اعلان کړې ده.
د ایران د حکومت په اعلامیې کې له نړیوالې ټولنې او د مختلفو هیوادونو په تیره بیا داسلامی هیوادونو له مشرانو غوښتل شوي دي،د نسل کشۍ او بشریّت په ضد دجنګي جنایت په توګه ددغه بوږنونکي اقدام په محکومیّت سره دې له دغه جنایتکار او وحشي رژيم سره خپلې اړیکې غوڅې او د صهیونیسټي رژيم سفیران هم وباسي.
د وروستیو راپورونو په اساس د غزې په مرکز کې په المعمداني روغتون باندې د وحشي رژيم په بیګانئ بمبارئ کې څه دپاسه پنځه سوه ماشومان، میرمنې ،بوډاګان ا، ځوانان شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شوي دي ،البته ځيني سرچینې د شهیدانو شمیر له اتو سوو کسانو هم زیات ښئ .